په پاکستان کښې خونړۍ ټریفکی پیښه کښې اتلس کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7006-په_پاکستان_کښې_خونړۍ_ټریفکی_پیښه_کښې_اتلس_کسان_ووژل_شول
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د یو ټرک او بس په ټکر کښې اتلس تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2016 15:28 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې خونړۍ ټریفکی پیښه کښې اتلس کسان ووژل شول

د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د یو ټرک او بس په ټکر کښې اتلس تنه ووژل شول.

د ایرنا د خبر له مخې په پاکستان کښې د ایکسیډنټونو پیښې یوځل بیا غمیزه ناکې شوې او نن د دغه هیواد په پنجاب صوبه کښې له یو ټرک سره د یو بس موټر د جنګیدو په پیښه کښې اتلس تنه وژل شوی او ۲۶ زخمی شول.

دغه بس له ملتان څخه د میانوالی په لور روان و او پکښې څه باندې پنځوس مسافر سپاره وو.

تنګ او غیرمعیاری سړکونه، د ډیرو ګاډو فنی نقص او خرابی او د موټر چلونو اصولو او قوانینو ته بې پامی په پاکستان کښې په سړکونو په تیره بیا لویو لارو باندې د تصادفونو اصلی وجه ده.

همداشان په پاکستان کښې د موټرسایکلونو زیات استعمال هم په دغه هیواد کښې د خونړیو ایکسډنټونو یو بل ستر لامل دی.