یودېرش ترهه ګر د پاکستان د امنیتی ځواکونو په لاسو ووژل شول
له کرمې اېجنسۍ څخه زمونږ د رېډیو د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د کوزې کرمې اېجنسۍ په منګور سر سیمه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونود تلاشۍ په یوې پوستې باندې د ترهه ګرو لخوا چې تقریباً پنځوس تنه وو حمله وشوه.
د امنیتی ځواکونو لخوا په غاښ ماتوونکې ځوابی حمله کښې پینځلس تنه ترهه ګر هلاک شول او باقی په تېښته مجبور شول.
د دغې حملې ذمه واری تر اوسه هیڅ ډلې په غاړه نه ده اخېستې. خو د داعش لخوا د ګواښونو په وجه د پاکستان امنیتی ځواکونه د پوره امادګۍ په حال کښې دی.
همدارنګ پرون د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې هم د بلوچ ازادی بخښونکی فوځ په نامه د غېر قانونی ډلې چې پاکستان یې وسله والا او غېرقانونی ترهه ګره ډله بولی شپاړس تنه د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په لاسو ووژل شول.
دغه عملیات د پاکستان د بلوچستان صوبې په جوهان سیمه کښې ترسره شول او په دغه سیمه کښې د نورو ترهه ګرو او وسله والو ډلو په خلاف هم عملیات هم هغه شان دوام لری.