سرتاج عزیزوویل احتمالا په روانه میاشت کې پر افغان سولې خبرې وشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7162-سرتاج_عزیزوویل_احتمالا_په_روانه_میاشت_کې_پر_افغان_سولې_خبرې_وشی
د ایرنا له راپور سره سم په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل هیله ده چې په روانې میاشتې کې د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزو خبرو د لړۍ بله غونډه جوړه شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2016 10:30 Asia/Kabul
  • سرتاج عزیزوویل احتمالا په روانه میاشت کې پر افغان سولې خبرې وشی

د ایرنا له راپور سره سم په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل هیله ده چې په روانې میاشتې کې د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزو خبرو د لړۍ بله غونډه جوړه شی.

دغه څرګندونې سرتاج عزیز پرون په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال کړې دی.

په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال هم ګډون کړى و.

د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون څلور اړخیزو غونډو لړۍ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې روانې وې او تېره میاشت د کابل په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې کېږی.

خو دا ځکه تر اوسه ځنډېدلې چې وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډون څخه انکار او پر جګړې یې ټینګار وکړ.

سرتاج عزیز ویلی چې د سولې د پروسې د ځندېدلې پروسې د بیا پیل په موخه امکان لری چې د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ بله غونډه د روانې میاشتې په اوږدو کې ترسره شی.

هغه زیاته کړې چې پاکستان به د افغان سولې په اړه خپل مثبت رول ترسره کولو ته ادامه ورکوی.

نوموړی یو ځل بیا د سولې د خبرو لپاره له مهالوېش او شرطونو سره مخالفت څرګند کړ.

سرتاج عزیز وایی، کله چې د سولې روانه پروسه دوامداره وساتله شی، نو کېداى شی مثبتې لاسته راوړنې ولری.