هندوستان دې په پاکستان کې خپل استخباراتی فعالیتونه سملاسی بند کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7177-هندوستان_دې_په_پاکستان_کې_خپل_استخباراتی_فعالیتونه_سملاسی_بند_کړی
پاکستان له هنده وغوښتل چی اسلام اباد پرضد خپل استخباراتی فعالیتونه سملاسی بند کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2016 11:48 Asia/Kabul
  • هندوستان دې په پاکستان کې خپل استخباراتی فعالیتونه سملاسی بند کړی

پاکستان له هنده وغوښتل چی اسلام اباد پرضد خپل استخباراتی فعالیتونه سملاسی بند کړی

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی نفیس زکریا نن په پاکستان کې د هند استخباراتی ادارې د غړیو په فعالیتونو د اندیښنې په څرګندولو سره د نوی ډیلی له مقاماتو وغوښتل په دغه هیواد کې خپل پټ فعالیتونه بند کړی .

ښاغلی زکریا همداراز په بلوچستان کې د هند د سمندری ځواک د لوړ رتبه افسر کلبهوش یادیو نیولو ته په اشارې سره وویل د دغه هیواد امنیتی ځواکونو به د یادیو د اعترافاتو په اساس د هند د جاسوسی ادارې پورې اړونده کسانو نیولو ته دوام ورکړی . د دغه راپور په اساس د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف په مشرۍ د دغه هیواد د ملی امنیت شورا هم په خپلې وروستۍ غونډه کې د هندوستان په شمول د بهرنیو هیوادونو د استخباراتی ادارو د فعالیتو نو په اړه اندیښنه څرګنده کړی ده .