په کراچۍ کښې په نمونځګزارو باندې حمله وشوه
Apr 09, 2016 12:19 Asia/Kabul
د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کښې په شیعه نمونځګزارو باندې په حمله کښې درې نمونځګزاری ووژل شول.
د اېرنا د خبری اژانس د رپوټ له مخې په کراچۍ ښار کښې پرون د جمعې د نمانځۀ له مراسمو نه وروسته د شیعه نمونځګزارو د راستنېدو په وخت په هغوی باندې د نامعلومو وسله والو په حمله کښې درې تنه نمونځګزاری ووژل شول.
تر اوسه د حملې د وژل شویو کسانو په باره کښې زیات جزئیات نه دی خپارۀ شوی.
تر اوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې
----------