پاکستان دې له کوم توپیرپرته دترهه ګرو ډلوپه ضداقدامات وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72832-پاکستان_دې_له_کوم_توپیرپرته_دترهه_ګرو_ډلوپه_ضداقدامات_وکړی
که څه هم دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویندوئې په دې اړه نور جزئیات نه دی ورکړی، خو له دې مخکې پاکستان د دغه هېواد د (ښو او بدو) طالبانو تر مینځ په توپیر تورن شوی اووئیل شوی چې د حقانی ډلې په شمول ئې کومه ډله د پاکستان ګټې په پام کې نیسی، د هغوى پر ضد ئې اقدامات نه دی کړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 07, 2018 12:08 Asia/Kabul
  •   پاکستان دې له کوم توپیرپرته دترهه ګرو ډلوپه ضداقدامات وکړی

که څه هم دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویندوئې په دې اړه نور جزئیات نه دی ورکړی، خو له دې مخکې پاکستان د دغه هېواد د (ښو او بدو) طالبانو تر مینځ په توپیر تورن شوی اووئیل شوی چې د حقانی ډلې په شمول ئې کومه ډله د پاکستان ګټې په پام کې نیسی، د هغوى پر ضد ئې اقدامات نه دی کړی .

زمونږخبریال  راپورراکړ   د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوئې نورت هیټر  په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلی  د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان  جنرال قمر جاوېد باجوه سره په یوه ټیلېفونی تماس  کې  له  هغه غوښتی  له توپیر پرته دې د درستو ترهه ګرو ډلو په ضد کوټلی اقدامات وکړی .

یوې امریکائی خبرې  سرچینې وئیلی دی ،په دغه تماس کې  د امریکا او پاکستان پر اړیکو، د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې او په تیره بیا  د افغانستان د سولې په  پروسې خبرې شوې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې له جنرال باجوه سره  ئې دا لومړنۍ اړیکه وه، له هغه ئې غوښتی په افغانستان کې زیاتره ورانکار له ورانکاریو وروسته  پاکستان په لور ورځی  او دلته ئې پټنځایونه  خوندی دی چې باید ددغو پټنځایونو او مرکزونو په  ضد دې   اقدامات وشی .

  که څه هم  دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویندوئې په دې اړه نور جزئیات نه دی ورکړی، خو له  دې مخکې  پاکستان د دغه هېواد د (ښو او بدو) طالبانو تر مینځ  په توپیر تورن شوی اووئیل شوی چې  د حقانی ډلې په شمول ئې کومه ډله د پاکستان ګټې په پام کې نیسی، د هغوى پر ضد ئې اقدامات نه دی کړی .

داپّ د اسې  حال کې دی چې د پآکستان اړونده  چارواکی او ادارې  د امریکا او افغانستان دسیاسی او پوځی چارواکو دغه ډول تورونه په کلکه ردوی او وائی   چې  پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی او  دوی په ترهه ګرو کې هیڅ توپیر نه کوی او   له وروستیو څو کلونو راهسې ئې د وسلوالو  طالبانو پشمول د درستو ترهه ګرو ډلو په ضد کوټلی پاکونکی عملیات پیل کړی چې تر دې  دمه ئې مثبته نتیجه  هم ورکړې ده .