سیدپرویزمشرف دپارلیمانی انتخاباتو کاندید کیدلی شی
دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار ددې خبرې په اعلانولو سره چې پرویز مشرف که د محکمې په غونډې کې حاضر شی ، نو وبه نه نیول شی ، ووئیل ؛ هغه باید د جولائی په دیارلسمه نیټه دمحکمې په غونډې کې حاضر شی .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، دپاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ په پارلیمانی انتخاباتو کې د ګډون لپاره د دغه هیواد پخوانی ولسمشر او د پوځ پخوانی عمومی قوماندان سید پرویز مشرف له کاندید کیدا سره موافقه کړې ده .
دپاکستان دپخوانی ولسمشر وکیل نن په سترې محکمې کې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره دپرویز مشرف تر تر تله د صلاحیّت د سلبولو په باب د پیښور هائی کورټ څو کلنه مخکې فیصله چیلنج کړه .
دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار ددې خبرې په اعلانولو سره چې پرویز مشرف که د محکمې په غونډې کې حاضر شی ، نو وبه نه نیول شی ، ووئیل ؛ هغه باید د جولائی په دیارلسمه نیټه دمحکمې په غونډې کې حاضر شی .
له دې مخکې هم د آل پاکستان مسلم لیګ ( اې پی ایم ایل ) په نامې سره د پرویز مشرف په مشرۍ سیاسی ګوند اعلان کړی ؤ ، چې سید پرویز مشرف د روژې دمبارکې میاشتې له اختر وروسته خپل هیواد ته بیرته راګرځی .