په لغمان ولایت کې دچاودنې له امله څوارلس تنه ژوبل شول
په لومړي سر کې ویل کیدل،چې چاودنه دځای پر ځآی شویو چاودیدونکو توکو دچاودنې له امله رامنځته شویده.
چاودنه د جمعې په مازیګرناوخته دلغمان مرکز مهترلام ښار رحمانې چوک کې،چې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده رامنځته شوه.
په لومړي سر کې ویل کیدل،چې چاودنه دځای پر ځآی شویو چاودیدونکو توکو دچاودنې له امله رامنځته شویده.
خود لغمان والي ویاند عبدالمالک نیازی وایي،دامنیتي ادارو له لورې تر سره شوې لومړنۍ څیړنې ښیي،چې چارونه په یوه رکشا کې د ایښودل شوې ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې،چې له امله یې څوارلس تنه ملکي وګړي ژوبل شویدي. دلغمان دوالي ویاند وایي. ویلي،چې ټپیان د درملنې په موخه د مهترلام مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي،چې ډاکترانو یې روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ بللی دی. دا په داسې حال کې ده،چې دجمعې په ورځ دهرات ښار په ۱۷مه ناحیه کې هم یو تن د موټر سایکل د بطرۍ چاودنې له امله ژوبل شوی وو.