پاکستان د یو بل توغندی کامیابه ازموینه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7294-پاکستان_د_یو_بل_توغندی_کامیابه_ازموینه_وکړه
د پاکستان سمندری ځواک د (ضرب) په نامه له ساحله په سمندر کښې هدف ویشتونکی توغندی په کامیابه توګه وازمایه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2016 16:10 Asia/Kabul
  • پاکستان د یو بل توغندی کامیابه ازموینه وکړه

د پاکستان سمندری ځواک د (ضرب) په نامه له ساحله په سمندر کښې هدف ویشتونکی توغندی په کامیابه توګه وازمایه.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان حکومتی راډیو د دغه هیواد د سمندری پوځ د ویاند له قوله خبر ورکړی چې ضرب نومې توغندی له ساحلی سیمو څخه له توغول کیدو وروسته په کامیابۍ سره پخپل ټاکلی هدف ولګید.

دغه ویاند ویلی چې د ضرب په نامه دغه توغندیبه د پاکستان د سمندری ځواک قابلیتونه نور هم زیات کړی.

ددې توغندی د واټن او په دې اړه زیات جزئیات نه دی خپاره شوی چې آیا دا توغندی ایټمی خولۍ هم وړلی شی او که نه.

پاکستان د ایټمی وسلو یو لرونکی هیواد دی او هر کال د نویو توغندیو ازموینه کوی چې زیاتره پکښې د ایټم بم د وړلو توان هم لری.