د پاکستان په بلوچستان کښې ۳۴ مخالف وسله وال وژل شوی دی
Apr 10, 2016 15:13 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایی وزیر په تیرو دریو ورځو کښې په قلات سیمه کښې د ترهګرۍ خلاف د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د ۳۴ مخالفو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس لیکلی چې سرفراز بګټی نن څرګنده کړه چې په وژل شویو کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرو د مشر عبدالنبی په شمول ځینی مهم ترهګر هم شامل دی. عبدالنبی د بلوچستان صوبې د لوې محکمې (هایی کورټ) د لوړرتبه قاضی د وژلې په شمول په ډیرو ترګرو اقداماتو کښې لاس درلود.