د افغانستان په پوله کی یو پاکستانی پوځی وژل شوی
پاکستانی سرچینو؛ د افغانستان په سرحد کی د دغه هیواد د یو پوځی د وژل کیدو خبر ورکړ.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان پوځ نن دوشنبه؛ په یوې بیانیه کی اعلان وکړ؛ په هغو پاکستانی پوځیانو د ترهه ګرو په ډزو کی؛ چی د شمالی وزیرستان په سیمه کی، د پاکستان او افغانستان د پولو په دوام کی د اغزنو سیمانو د غځولو او حصار جوړونی په حال کی ؤو، یو پاکستانی پوځی ووژل شو. پدغو ډزو کی یو پاکستان پوځی افسر هم ټپی شو.
د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال« آصف غفور » اعلان وکړ: پاکستان به په خپل ټول توان، له افغانستان سره د پولو په دوام کی د حصار او خنډ جوړونی طرح تکمیله کړی.
پاکستان او افغانستان، د« ډیورنډ » د فرضی کرښې، او د پوله ایزو تأسیساتو د جوړولو په شان چارو په سر، له یو بل سره اختلاف لری، او دواړه لوری په یو بل له ټروریزم څخه د ملاتړ تور لګوی.