د ایران او پاکستان د ګمرکونو ترمینځ بریښنايي اړیکه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74565-د_ایران_او_پاکستان_د_ګمرکونو_ترمینځ_بریښنايي_اړیکه_پیل_شوه
د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک (کسټم) د پاکستان له ګمرک سره د الکټرانک اړیکې د پیلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د ګمرکونو ترمینځ بریښنايي اړیکه پیل شوه

د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک (کسټم) د پاکستان له ګمرک سره د الکټرانک اړیکې د پیلیدو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک پرون په یو رپورټ کښې وویل: د ایران او پاکستان د ګمرکاتو (کسټمز) ترمینځ الکټرانک اړیکه پیل شوې او وړومبۍ جوپه د زاهدان په ګمرک کښې په همدې  (E-TIR) طریقه د میرجاوه سرحدي کسټمز له لارې پاکستان ته صادره شوه.

دغه الکټرانیک سیسټم د ټرانسپورټي شرکت، د کسټمز د چارواکو او د ملګرو ملتو د اروپايي اقتصادي سیسټم د ضمانت ورکونکو سازمانونو ترمینځ د ډیجیټل معلوماتو د چټکې تبادلې په بنیاد کار کوي.

د دې الکټرانک سیسټم په بنیاد دواړه هیوادونه هر وخت ټولو اړونده معلوماتو ته لاسرسي لرلی شي او د جوپې معلومات د هغې له وررسیدو مخکښې کتلی شي چې دا کار د درغلۍ د خطر د کمولو ترڅنګ د کسټمز په کار کښې د چټکتیا او د لګښت د کمي سبب ګرځي.

په تیر ۲۰۱۷ کال کښې د ایران او پاکستان د سوداګریزو راکړو ورکړو اندازه یو میلیارډ او ۳۲۴ میلیون ډالر وه.