د ایران او پاکستان د ګمرکونو ترمینځ بریښنايي اړیکه پیل شوه
د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک (کسټم) د پاکستان له ګمرک سره د الکټرانک اړیکې د پیلیدو خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک پرون په یو رپورټ کښې وویل: د ایران او پاکستان د ګمرکاتو (کسټمز) ترمینځ الکټرانک اړیکه پیل شوې او وړومبۍ جوپه د زاهدان په ګمرک کښې په همدې (E-TIR) طریقه د میرجاوه سرحدي کسټمز له لارې پاکستان ته صادره شوه.
دغه الکټرانیک سیسټم د ټرانسپورټي شرکت، د کسټمز د چارواکو او د ملګرو ملتو د اروپايي اقتصادي سیسټم د ضمانت ورکونکو سازمانونو ترمینځ د ډیجیټل معلوماتو د چټکې تبادلې په بنیاد کار کوي.
د دې الکټرانک سیسټم په بنیاد دواړه هیوادونه هر وخت ټولو اړونده معلوماتو ته لاسرسي لرلی شي او د جوپې معلومات د هغې له وررسیدو مخکښې کتلی شي چې دا کار د درغلۍ د خطر د کمولو ترڅنګ د کسټمز په کار کښې د چټکتیا او د لګښت د کمي سبب ګرځي.
په تیر ۲۰۱۷ کال کښې د ایران او پاکستان د سوداګریزو راکړو ورکړو اندازه یو میلیارډ او ۳۲۴ میلیون ډالر وه.