طالب ډلې په پاکستان کښې د ځان وژونکې حملې ذمه واري ومنله
Jul 11, 2018 15:56 Asia/Kabul
طالب ډلې په پاکستان کښې د ځان وژونکې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته
د سي اين اين د رپوټ له مخې طالب ډلې د پاکستان په پېښور ښار کښې د پرونۍ ځان وژونکې حملې چې پکښې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او په لسګونو نورو ژوبل شول ذمه واري په غاړه واخېسته.
د دغې ځان وژونکے حملې په نتيجه کښې يو پاکستاني سياستدان هارون بلور هم ووژل شو. دغه سياستدان د پاکستان په راتلونکو پارلېماني انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ يو کانديد هم ؤ.
د يادونې ده چې هارون بلور پلار بشير بلور هم څو کاله مخکې هم د طالب ډلې لخوا په ځان وژونکې حمله کښې وژل شوے ؤ.
ټیګونه