ایران له پاکستان سره د ګډو محصولاتو دجوړولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74761-ایران_له_پاکستان_سره_د_ګډو_محصولاتو_دجوړولو_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وایی دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره په کتنې کښې له اسلام اباد سره د ګډو دفاعی محصولاتو تولیدولو ته دایران په دلچسپۍ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 00:22 Asia/Kabul
  • هڅه کوو له پاکستان سره د ګډو دفاعي محصولاتو په تولیدولو سره هغه  دیو(۱) ګډ اسلامي  محصول په توګه مطرح کړو .
    هڅه کوو له پاکستان سره د ګډو دفاعي محصولاتو په تولیدولو سره هغه دیو(۱) ګډ اسلامي محصول په توګه مطرح کړو .

زمونږ خبریال وایی دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره په کتنې کښې له اسلام اباد سره د ګډو دفاعی محصولاتو تولیدولو ته دایران په دلچسپۍ ټینګار وکړ .

دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری چې دیوه(۱) لوړرتبه پلاوی په مشرۍ اسلام اباد ته تللی دی بیګا د پاکستان له ولسمشر  ممنون حسین سره په کتنه کښې وویل هڅه کوو له پاکستان سره د ګډو دفاعی محصولاتو په تولیدولو سره هغه  دیو(۱) ګډ اسلامی  محصول په توګه مطرح کړو .

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم ددفاعی او امنیتی برخو په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د اسلام اباد او دتهران د ملګرتیاو دپراختیا په هرکلی سره وویل له مخکې څخه زیات د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا د سیمې د سولې او دثبات په ګټه ده .

دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری د پاکستان دسمندری ځواک له مشر امیر البحر ظفر محمود عباسی سره په کتنې کښې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د سمندری ملګرتیاو او دسمندری ځواکونو ترمینځ د پوځی مانورو په زیاتولو ټینګار وکړ .

محمد باقری پرون سهار د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پوځ له لوی درستیز جنرال زبیر محمود حیات سره هم کتنې او خبرې اترې کړې وې .