د پاکستانی روپۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې کم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74795-د_پاکستانی_روپۍ_ارزښت_د_امریکايي_ډالر_په_وړاندې_کم_شوی_دی
د ایرنا د رپورټ له مخې په پاکستان کښې د امریکې د هر ډالر قیمت په تیرو ورځو کښې ۱۲۷ روپیو ته رسیدلی دی چې دا د پاکستان د اقتصاد په تاریخ کښې یو ریکارډ ګڼل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 15:15 Asia/Kabul
  • د پاکستانی روپۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې کم شوی دی

د ایرنا د رپورټ له مخې په پاکستان کښې د امریکې د هر ډالر قیمت په تیرو ورځو کښې ۱۲۷ روپیو ته رسیدلی دی چې دا د پاکستان د اقتصاد په تاریخ کښې یو ریکارډ ګڼل کیږي.

د ایرنا د رپورټ له مخې په پاکستان کښې د امریکې د هر ډالر قیمت په تیرو ورځو کښې ۱۲۷ روپیو ته رسیدلی دی چې دا د پاکستان د اقتصاد په تاریخ کښې یو ریکارډ ګڼل کیږي.

د پاکستان د مرکزي بینک ویاند عابد قمر ځیني کورني او ګټه غواړي عوامل د ډالر په مقابل کښې د روپۍ د ارزښت د کمیدو لامل وبلل.

د پاکستان د اقتصادي مسائلو کارپوهان د بهرنیو اسعارو په وړاندې د روپۍ د قیمت د کمیدو له بهیره د اندیښنې په څرګندولو سره باوري دي چې د پاکستان راتلونکی حکومت د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له نړیوالو ارګانونو څخه پور اخیستو ته مجبور دی.

د پاکستاني روپۍ د ارزښت د کمیدو بهیر له تیرو اوو میاشتو پیل شوی چې نن سبا ریکارډ حد ته ټیټ شوی دی.