د پاکستانی روپۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې کم شوی دی
د ایرنا د رپورټ له مخې په پاکستان کښې د امریکې د هر ډالر قیمت په تیرو ورځو کښې ۱۲۷ روپیو ته رسیدلی دی چې دا د پاکستان د اقتصاد په تاریخ کښې یو ریکارډ ګڼل کیږي.
د ایرنا د رپورټ له مخې په پاکستان کښې د امریکې د هر ډالر قیمت په تیرو ورځو کښې ۱۲۷ روپیو ته رسیدلی دی چې دا د پاکستان د اقتصاد په تاریخ کښې یو ریکارډ ګڼل کیږي.
د پاکستان د مرکزي بینک ویاند عابد قمر ځیني کورني او ګټه غواړي عوامل د ډالر په مقابل کښې د روپۍ د ارزښت د کمیدو لامل وبلل.
د پاکستان د اقتصادي مسائلو کارپوهان د بهرنیو اسعارو په وړاندې د روپۍ د قیمت د کمیدو له بهیره د اندیښنې په څرګندولو سره باوري دي چې د پاکستان راتلونکی حکومت د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له نړیوالو ارګانونو څخه پور اخیستو ته مجبور دی.
د پاکستاني روپۍ د ارزښت د کمیدو بهیر له تیرو اوو میاشتو پیل شوی چې نن سبا ریکارډ حد ته ټیټ شوی دی.