دپاکستان عسکرو یو شمیر ترهګر ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74813-دپاکستان_عسکرو_یو_شمیر_ترهګر_ونیول
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور نن وویل حکومتی عسکرو دافغانستان سرحد ته په نږدې پرتو سیمو کښې دیارلس(۱۳) ترهګر نیولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2018 09:13 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د طالبانو ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه وغیره په شمول ډیر ترهګرۍ ډلې په ازادۍ سره فعالیتونه کوي .
    په پاکستان کښې د طالبانو ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه وغیره په شمول ډیر ترهګرۍ ډلې په ازادۍ سره فعالیتونه کوي .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور نن وویل حکومتی عسکرو دافغانستان سرحد ته په نږدې پرتو سیمو کښې دیارلس(۱۳) ترهګر نیولی دی .

ددغو ترهګرو له پټنځایونو څخه یوشمیر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوی دی .

د پاکستان پولیسو دغه راز څلور(۴) نور ترهګر  چې د سیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې یې د  انتخاباتو په غونډو د حملو نیت درلود ونیول .

په پاکستان کښې د طالبانو ، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه وغیره په شمول ډیر ترهګرۍ ډلې په ازادۍ سره فعالیتونه کوی او په رڼا ورځ خلک په بم چاودنو او حملو کښې وژنی .