په پاناما پیپرز کښې پر نواز شریف لګیدلی تورونه دې وجاجول شی
Apr 11, 2016 11:30 Asia/Kabul
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د پاناما پیپرز په هکله د خپل هیواد د سترې محکمې لخوا د تعقیب غوښتنه وکړه.
د ډان خبری سایټ د خبر له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هیواد له سترې محکمې وغوښتل چې په پاناما پیپرز کښې د پاکستان په وزیراعظم نواز شریف باندې د لګیدلو تورونو تحقیق وکړی.
هغه زیاته کړه: کوم کمیشن چې د پاناما پیپرز په هکله د تحقیق دنده لری باید تکړه کارپیژاندی او ماهران پکښې شامل شی څو په نواز شریف باندې د لګیدلو مالی تورونو په دقت سره څیړنه وکړی.
عمران خان خبرداری ورکړ چې که د پاناما پیپرز په هکله تحقیقات ونه شی نو د نواز شریف د کور مخې ته به پرلتۍ ووهو.