په پیښور کې د۱۳۰افغانانو پشمول ۳۰۰شکمن کسان نیول شوی دی
ایرناخبری آژانس راپورورکړی دپاکستان امنیتی سرچینو ویلی دی ، دخیبرپختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې ئې نن دترهه ګرو حملو پشمول په ځینو غیر قانونی اقداماتو شکمن دیوسلو دیرشو افغانانو پشمول کابو درې سوه کسان نیولی دی . ددغه راپورپه اساس په نیول شویو افغان ښآریزوکې هغه کډوال شامل دی چې په غیر قانونی ډول پاکستان ته وارد شوی دی .
دپاکستان رسنیو دجمعې په ورځې هم راپورورکړی ؤ چې ددغه هیواد مسئولانو له افغانستان سره په پولې کې دواقع سرحدی ښار ترخم کې اوسیدونکو پر ټولو افغان کډوالو غږ کړی چې له دغه ښآره دې ووځی که داسې نه وی نو سخت چلند به ورسره وشی .
همداراز دپاکستان مرکزی حکومت هم په تورخم ښار کې له ټولو پاکستانیو ښاریزو غوښتی څو دڅلویښت ورځنی الټی میټم له پای مخکې دې خپل ټول هغه کرایه دار چې افغانان دی ،له خپلو ځایونو دې وباسی .
دخبر ترمخابیراکیداپورې دپاکستان دحکومت له خوا ددغه ضربتی اقدام لپاره کوم مشخص دلیل نه دی اعلان شوی خو داسې ښکاری دغه اقدام له افغانستان سره دخپلو پولو دکنټرول دسختولو لپاره دپاکستان دحکومت دپروګرام یوه برخه ده .