عمران خان د پاکستان نوی وزیراعظم شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75681-عمران_خان_د_پاکستان_نوی_وزیراعظم_شو
د پاکستان په پارلیمان کښې نن د عمران خان او شهباز شریف ترمینځ د وزیراعظمۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو په سیالۍ کښې عمران خان بریالی شو او د پاکستان نوی منتخب وزیراعظم شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2018 13:15 Asia/Kabul
  • عمران خان د پاکستان نوی وزیراعظم شو

د پاکستان په پارلیمان کښې نن د عمران خان او شهباز شریف ترمینځ د وزیراعظمۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو په سیالۍ کښې عمران خان بریالی شو او د پاکستان نوی منتخب وزیراعظم شو.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې نن د پاکستان په قومي اسمبلۍ یعنې پارلیمان کښې د شوې رایه اخیستنې په پایله کښې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۱۷۶ رایو په ترلاسه کولو سره د مسلم لیګ نواز ګروپ مشر او خپل سیال شهباز شریف ته ستره ماتې ورکړه.

شهباز شریف په دغه رایه اخیستنه کښې د پارلیمان د استازو یوازې ۹۶ راې ترلاسه کړې.

دا شان عمران احمد خان نیازي د پاکستان د نوي وزیراعظم په توګه غوره شو. هغه به سبا د خپل نوي مقام لوړه کوي.