ایران او پاکستان په خپلو کښې سمندري تګ راتګ پيلول غواړي
په اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د سمندر کچ کونې د چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمینځ د سمندري ملګرتیاؤ د پراختیا په لړ کښې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر مهدي هنردوست پرون مازیګر د پاکستان د سمندر کچ کونې د چارو له وزیر حیدر علي زیدي سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې تهران له اسلام آباد سره د خپلو اړیکو په پراختیا کښې دهیڅ محدودیت قائل نه دی، د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره یې د چابهار او ګوادر د بندرونو پریمانه ظرفیتونه تشریح کړل.
هنردوست په دې خبرې سره چې د ایران په سویل ختیځ کښې د چابهار بندر د پاکستان د مسافري کشتیو کوربه توب ته بشپړ چمتووالی لري، زیاته کړه: باید کوشش وشي چې خصوصاً په فني برخه کښې د سلامشورو په زیاتولو سره د ایران او پاکستان د بندرونو ترمینځ د مسافري کشتۍ چلونې لیکه زر تر زره کار پیل کړي.
په دغه کتنه کښې د پاکستان د سمندر کچ کونې د چارو وزیر حیدر علي زیدي هم د ایران او پاکستان اړیکو او ملګرتیاؤ ته په اشارې سره، د دواړو هیوادنو د سمندري ارتباط د لارې د فعالیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه همداشان د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د پراختیا په هرکلي سره د دغې سمندري لیکې فعالیدل د تهران او اسلام آباد د پراخې ملګرتیا او د سوداګري اړیکو د پراختیا سبب وبلل.