اسلام آباد د امریکې له مالي مرستو بې نیازه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76919-اسلام_آباد_د_امریکې_له_مالي_مرستو_بې_نیازه_دی
د پاکستان خارجه وزیر ټینګارکړی چې اسلام آباد د امریکې مالي مرستو ته هیڅ ضرورت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 08:26 Asia/Kabul
  • اسلام آباد د امریکې له مالي مرستو بې نیازه دی

د پاکستان خارجه وزیر ټینګارکړی چې اسلام آباد د امریکې مالي مرستو ته هیڅ ضرورت نه لري.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې شاه محمود قریشي چې د ملګرو متلو د عمومي اسمبلۍ کښې په غونډه کښې د ګډون او همداشان له امریکايي چارواکو سره د خبرواترو په موخه نیویارک ته تللی، وویل: زما د سفر موخه له واشنګټنه د مالي مرستو ترلاسه کول نه دي او پاکستان دې مرستو ته هیڅ اړتیا نه لري.

د پاکستان خارجه وزیر همداشان د شکیل افریدي په نامه امریکايي جاسوس په هکله چې په پاکستان کښې زنداني دی، وویل چې هغه باید په محکمه کښې، د خپلو تورونو ځواب ورکړي.

د پاکستان تحریک انصاف مرستیال همداشان د افغانستان امنیتي حالاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په افغانستان کښې امنیت له هر چا زیات د پاکستان په ګټه دی. هغه هیله وښودله چې په افغانستان کښې زر تر زره امنیت ټینګ شي.