په پیښور کې د یو شمیر ترهه ګرو نیونه
Oct 02, 2018 02:22 Asia/Kabul
د پاکستان د پیښور ښار د ترهه ګرۍ ضد پولیسو په دغه ښار کې د اتو ترهه ګرو د نیول کیدو خبر ورکړ.
د سحر چینل د راپور له مخې د پیښور ترهه ګرۍ ضد پولیسو وویل اته ترهه ګر چې پرون ونیول شول د پاکستان د امنیتي ځواکونو او خلکو په وژله کې یې لاس درلود.
پولیسو د دغو کسانو نومونه وانه خستل .
د پاکتسان په خیبر پختونخوا صوبه کې زیاتره د جماعت الاحرار، طالبانو او جنګوي لښکر ترهه ګر فعال دي.
ټیګونه