پاکستان له ایران سره د اړیکو پراختیاغواړي
Oct 02, 2018 02:32 Asia/Kabul
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په ټولو برخو کې له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره ددغه هیواد د دولت په هوډ ټینګار وکړ.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې شهریار افریدي په دې په تاکید سره چې د ایران او پاکستان اړیکې دوستانه او همیشني دي وويل پاکستان هڅه کوي چې دغه اړیکې لا پراخې کړي.
د پاکستان د کورنیو چارزو وزیر جوته کړه ایران لومړی هیواد و چې پاکستان يې له جوړیدو وروسته په رسمیت وپیژنده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز د اهواز ترهه ګره حمله وغندله او د شهیدانو له کورنیو او د ایران له ولس او دولت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
تراوسه ډیرو هیوادوو منجمله روسیې برتانیې فرانسې عمان، یمن آذربایجان جمهوریت ، افغانستان سوریې او داسې نورو د اهواز ترهه ګره حمله غندلې ده.
ټیګونه