دپاکستان په پنجاب صوبه کښې سختې نښتې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7696-دپاکستان_په_پنجاب_صوبه_کښې_سختې_نښتې_وشوې
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې له ترهه ګرو سره د دغه هېواد د ځواکونو سختې نښتې رامنځته شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2016 12:39 Asia/Kabul
  • دپاکستان په پنجاب صوبه کښې سختې نښتې وشوې

د پاکستان په پنجاب صوبه کښې له ترهه ګرو سره د دغه هېواد د ځواکونو سختې نښتې رامنځته شوې.

د پاکستان د سرکاری رېډیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد چارواکو وویل نن د پنجاب په راجن پور سیمه کښې له ترهه ګرو عناصرو سره د پاکستانی پولیسواو رینجرز ځواکونوپه سختو نښتو کښې پینځه ترهه ګر ووژل شول.

د پاکستان پولیسو چارواکو څرګنده کړه، نن د ترهه ګرو له وجوده د راجن پور سیمې د پاکولو لپاره د پولیسو او رېنجرز ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول.

د پاکستان د پنجاب صوبې د ترهه ګرۍ په خلاف محکمې وړمه ورځ ویلی وو چې د دغې صوبې په سرګودا ښار کښې د ترهه ګرو حملو درې تورن پلانوونکی ونیول شول.

دوه زره پینځلسم کال له جنورۍ څخه د ترهه ګرو یو سل نهۀ شپېتۀ د پټېدو په ځایونو د امنیتی ځواکونو په حملو کښې څلور زره او څلور اویا ترهه ګر او د دغه هېواد د فوځ یو سل دوه پنځوس ځواکونه وژل شوی دی.