پاکستان د سعودی عربستان دجنایتونو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77027-پاکستان_د_سعودی_عربستان_دجنایتونو_ملاتړ_وکړ
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس په ملګروملتونو کښې د دیمن دملت پرضد او دسعودی رژیم په ګټه د اسلام اباد دحکومت رایه وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2018 09:18 Asia/Kabul
  • پاکستان په یمن باندې دسعودي عربستان د تیري په مسلې کښې خپلواکه دریځ غوره کړي .
    پاکستان په یمن باندې دسعودي عربستان د تیري په مسلې کښې خپلواکه دریځ غوره کړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس په ملګروملتونو کښې د دیمن دملت پرضد او دسعودی رژیم په ګټه د اسلام اباد دحکومت رایه وغندله .

راجا ناصر عباس جعفری په یوې(۱) بیانیې کښې وویل ښه خبره دا ده چې پاکستان په یمن باندې دسعودی عربستان د تیری په مسلې کښې خپلواکه دریځ غوره کړی نه دا چې د عربستان ددریځ ملاتړ وکړی .

هغه وویل په یمن د سعودی عربستان تیری د بشر ضد جنایت دی او دغه جنایت باید په چټکۍ سره پاې ته ورسیږی .

دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر  علامه راجا ناصر عباس جعفری ډاګینه کړه دیمن پرضد د سعودی عربستان ملاتړ کول به د پاکستان او د ملت په تاوان وی او په لومړی وزیر عمران خان یې غږ وکړ په دې هکله بیا کتنه وکړی او نوی کړچار غوره کړی او دیمن د شخړې له حل سره مرسته وکړی .

پاکستان په ملګروملتونو کښې په یمن کښې د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د جنایتونو په باره کښې د حقیقت موندونکی کمیټۍ دماموریت دتمدیدا په هکله منفی رایه ورکړه .

داپه داسې حال کښې دی چې د سعودی عربستان له اعتراضونو سره سره د ملګروملتونو د بشری حقوقو شورا په یمن کښې د سعودی ائتلاف د جنایتونو په باره کښې د تحقیق لپاره د نړیوالو پلټونکو ماموریت تمدید کړ .