عمران خان د چین-پاکستان اقتصادي کوریډور کښې په بیاکتنې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77102-عمران_خان_د_چین_پاکستان_اقتصادي_کوریډور_کښې_په_بیاکتنې_ټینګار_وکړ
د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد له خلکو سره ژمنه وکړه چې ډیر زر به په هیواد کښې د (سی، پیک) په نامه د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور څو میلیارډ ډالریزې پروژې کښې بیا کتنه او غور وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 04:14 Asia/Kabul
  • عمران خان د چین-پاکستان اقتصادي کوریډور کښې په بیاکتنې ټینګار وکړ

د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد له خلکو سره ژمنه وکړه چې ډیر زر به په هیواد کښې د (سی، پیک) په نامه د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور څو میلیارډ ډالریزې پروژې کښې بیا کتنه او غور وشي.

عمران خان د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د صوبايي اسمبلۍ استازو ته وویل: د اندیښنو د ختمولو لپاره به خپله پوره پوره هڅه وکړه ځکه چې د بلوچستان صوبايي حکومت د چین-پاکستان د اقتصادي کوریډور د پروژې په بشپړولو کښې اصلي شریک دی.

د پاکستان وزیراعظم د تیرو حکومتونو لخوا په کم کارۍ او لټۍ باندې په نیوکې سره هیله څرګنده کړه چې د عمراني طرحو په بشپړیدو او همدشان د سي، پیک پروژې په عملي کیدو سره به د بلوچستان صوبې ډیرې ستونزې هوارې شي.