د پاکستان پوځ نوی توغندی وآزمایه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77150-د_پاکستان_پوځ_نوی_توغندی_وآزمایه
د پاکستان پوځ وویل چې د ۱۳۰۰ کیلومیټره واټن ویشتونکی بالیسټک توغندی یې په کامیابه توګه آزمایلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2018 12:53 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ نوی توغندی وآزمایه

د پاکستان پوځ وویل چې د ۱۳۰۰ کیلومیټره واټن ویشتونکی بالیسټک توغندی یې په کامیابه توګه آزمایلی دی.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان پوځ وویل: د غوري په نامه دغه بالیسټک توغندی د ایټمي خولۍ او نورو متعارفو خولیو د وړلو توان لري.

د پاکستان وزیراعظم او ولسمشر په جلاجلا پیغامونو کښې د غوري بالیسټک توغندي د بریمن ازمیښت مبارکي ویلې ده.

د پاکستان او هندوستان پوځونه چې په جنوبي آسیا کښې دوه ایټمي سیالان دي، هره څه موده پس د ایټمي خولۍ د وړلو توان لرونکي ماډرن توغندي آزمايي.

هند هم په دې وروستیو کښې د (اګني-۵) په نامه بالیسټک توغندی په کامیابه توګه ازمایلی و.