تفتان سرحدکښې حسینی زیارتوال همهغه شان له ګڼوستونزوسره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77151-تفتان_سرحدکښې_حسینی_زیارتوال_همهغه_شان_له_ګڼوستونزوسره_مخ_دي
په تفتان کښې ایران ته تلونکو زیارتوالو ته د اسانتیاؤ د برابرولو په هکله د پاکستان د حکومت هیڅ کومه ژمنه نه ده پوره شوې او زیارتوال لاهم سخت کړیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2018 13:09 Asia/Kabul
  • تفتان سرحدکښې حسینی زیارتوال همهغه شان له ګڼوستونزوسره مخ دي

په تفتان کښې ایران ته تلونکو زیارتوالو ته د اسانتیاؤ د برابرولو په هکله د پاکستان د حکومت هیڅ کومه ژمنه نه ده پوره شوې او زیارتوال لاهم سخت کړیږي.

Image Caption

 

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ یو مشر او تکړه ټولنیز فعال شبیر ساجدي وویل چې د زیارتونو لپاره ایران او عراق ته تلونکي مسافر په تفتان سرحد کښې د ایمیګریشن او استوګنې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هغه وویل چې د ایمیګریشن لپاره د لس ګونو کاؤنټرونو د جوړولو لپاره د حکومت وعده تراوسه نه ده پوره شوې او زیارتوال د اوسیدو لپاره هم ځاې نه لري او دغه شان په میدان پاتې دي. د صحي اسانتیاؤ د نشتوالي په وجه ډیر زیارتوال په مختلفو ناروغیو اخته شوي او د یو زوړ سړي او دوو ماشومانو په شمول تراوسه دریو زیارتوال سرونه بایللي دي.

شبیر ساجدي وویل چې د تحریک انصاف حکومت په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت دې په تفتان کښې د ګیرو زیارتوالو پوښتنه وکړي ګني نو په هیواد کښې د زیارتوالو کورنۍ او خپل خپلوان به سړکونو ته په راوتلو مجبور شي.

Image Caption

 

هغه همداشان زیاته کړه: مونږ د پاکستان له وزیراعظم، قاضي القضات او د پوځ له مشر څخه په دې لړ کښې د مرستې او د مسئولو افسرانو خلاف د ایکشن غوښتنه کوو.

Image Caption