د پاکستان لخوا د امريکې د يو چارواکي د څرګندونو ردېدل
د پاکستان د خزانې وزير د چين د پورونو د ادا کولو لپاره د پېسو له نړيوال صندوق څخه د اسلام آباد د مرستې په اړه د امريکې د يو چارواکي څرګندونې بې بنياده وبللې.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې اسد عمر پرون په اسلام آباد کښې په يوه اخباري ناسته کښې د امريکې د خارجه وزارت د وياند هيډر نائورټ د څرګندونو په ردولو سره وويل، د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو اصلي وجه هغه درانه بهرني پورونه دي چې دغه هېواد په تېره څو لسيزو کښې له چين څخه اخېستي دي.
له دې مخکې هم د پاکستان د حکومت وياند د چين د پورونو ستنولو لپاره د پېسو له نړيوال صندوق څخه د اسلام اباد د امداد په اړه د دغه امريکائي چارواکي حرګندونې رد کړې وې.
د اندازو له مخې د پاکستان بهرني پورونه په اوس حال کښې د ديارلسو زره ميليارډو روپو له پولې اوړېدلي دي.
د امريکې حکومت د خپلو نفوذ له کمېدو څخه د مخنيوي لپاره کوشش کوي چې پاکستان ته د پېسو د نړيوال صندوق د څو ميليارډي پور ورکولو مخه ونيسي.
پاکستان غواړي د پېسو له نړيوال صندوق څخه اته ميليارډ ډالرو پور واخلي.