ایران او پاکستان دسرحدی بازارونو جوړول نوره هم پراخوی
دایران او پاکستان دسرحدی تجارت ګډه شپږمه غونډه دپاکستان په کویټه ښار کې له ننه پیل شوې او تر بل سپا پورې به دوام ولری .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت او پاکستان د سرحدی تجارت د ګډې کمیټې شپږمه غونډه نن دپاکستان دبلوچستان په کویټه کې د دواړو هیوادونو دپلاؤ دغړو په شتون سره پیل شوې ده .
دپاکستان په کویټه کې د اسلامی ایران سرکنسول محمد رفیعی نن په یولړ څرګندونو کې دایران او پاکستان دسرحدی تجارت د ګډې کمیټې دترسره کیدا موخه، د سرحدی بازارګیو دفعالیتونو پراختیا او دسرحدی مبادلاتو پراختیا، او دغه راز د ګبد ،پشین او د ریمدان اومند له سرحدی سترو لارو څخه په استفادې کې چټکتیا ،د شیانو وړلو راوړلو اوټرانزټ روڼتیا د تجارتی مبادلاتو د روڼتیا او د مشکلاتو او خنډونو د ختمولو لپاره مهمه چاره وبلله .
دایران او پاکستان دسرحدی تجارت ګډه شپږمه غونډه دپاکستان په کویټه ښار کې له ننه پیل شوې او تر بل سپا پورې به دوام ولری .