د پاکستان ولسمشر د کشمیر دمسلې په اواری ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77339-د_پاکستان_ولسمشر_د_کشمیر_دمسلې_په_اواری_ټینګار_وکړ
علوی همداراز زیاته کړه ملګری ملتونه باید په جدی توګه د کشمیر مسله تعقیب کړی . ده جوته کړه اسلام اباد په سیمه او نړۍ کې له امنیت ملاتړ کوی او په همدې دلیل د ایټمی وسلود پراختیا مخالف دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2018 12:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر د کشمیر دمسلې په اواری ټینګار وکړ

علوی همداراز زیاته کړه ملګری ملتونه باید په جدی توګه د کشمیر مسله تعقیب کړی . ده جوته کړه اسلام اباد په سیمه او نړۍ کې له امنیت ملاتړ کوی او په همدې دلیل د ایټمی وسلود پراختیا مخالف دې .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوی وویل تر هغه وخته چی د کشمیر مسله په بشپړه اواره نشی  د جنوبی اسیا سیمه به ثبات او ارامښت  ونه مومی .

علوی همداراز زیاته کړه ملګری ملتونه باید په جدی توګه د کشمیر مسله تعقیب کړی .  ده جوته کړه اسلام اباد په سیمه او نړۍ کې له امنیت ملاتړ کوی او په همدې دلیل د ایټمی وسلود پراختیا مخالف دې .

له بلې خوا راپورونه وایی چی د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د کاربندیژ د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی .

زمونږ خبریال زیاتوی چی د کشمیر خلکو نن د ښاری شورا د مینځ پړاوه انتخاباتو په وروستی پړاو کی د حریت کانفرنس د مشرانو سید علی شاه ګیلانی ، میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک په غوښتنه خپل کاربندیز ته دوام ورکړی دی . په دغه کاربندیز پسې د کشمیر د بډګام په سیمه کی تعلیمی او پوهنتونی مرکزونه ، بازار او تجارتی ځایونه بند دی .