دپاکستان دبریښناتولیدونکو ډیمونوپه پروژوکې دایران خصوصی برخه پانګونې ته تیاره ده
محمد باقر بیګی دایران او پاکستان د اړیکو دبهیر دښه کیدا او دهغو د پراختیا د اهمیّت په بیانولو سره وئیلی دی ، پاکستان ته د اسلامی ایران د ولسمشر د تیر کال سفر او دغه راز دپآکستان د نوی حکومت له جوړیدا سره په یووخت دغه هیواد ته دایران دخارجه وزیر وروستی سفر د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې دایران د کلک هوډ او دلچسپۍ ښودنه کوی .
دپاکستان په پیښور کې د اسلامی ایران سرکنسول ایرنا خبری آ ژانس سره په خبرو کې دپاکستان په خیبر پختونخواه صوبې کې دایران د خصوصی برخې د ملګرتیا او فعالیت ډیرو ظرفیّتونو په بیانولو سره وئیلی دی ، ایرانی پانګوال له پاکستانیو لورو سره د تیلواو ګیسو ،کرهڼې ، پیټروکیمیکل، سلیکان ، خوراکی موادو ، پلاسټکی شیانو او د ودانیو د مصالو په برخو کې ملګرتیا کولی شی .
دپاکستان په پیښور کې دایران سرکنسول وئیلی دی ، ایرانی قالینې ، موکتونه، فرشونه ، کاشی او سرامیک او سیمټ په دغې صوبې کې ښه بازارونه لری ، او دایران اقتصادی فعالان په دغو بازارونو کې په شتون سره د پاکستان او په تیره بیا د دغې صوبې له بازاره مناسبه ونډه ځان ته بیلولی شی .