عطوان: ترکیه دې له ایران څخه درس واخلي
Aug 22, 2026 15:12 Asia/Kabul
د عربي نړۍ شنونکي عبدالباري عطوان له اسرائیلو سره د ترکیې د دریځ د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې انقره باید د ایران له تجربې زده کړه وکړي.
عطوان د سوریې په ادلب کې د «ابوالظهور» هوايي ډګر پر وړاندې د اسرائیلي برید په غبرګون کې د ترکیې پر دریځ نیوکه کړې او دغه برید یې د انقرې او د هغې د سیمهییزو متحدانو پر وړاندې سپکاوی بللی دی.
نوموړي ایران د یوه داسې هېواد په توګه یاد کړی چې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یې د مقاومت سیاست غوره کړی او ټینګار یې کړی چې ترکیه باید له دې تجربې زده کړه وکړي.
ټیګونه