له عربستانه د۱۲میلیارډډالری مرستوپه باب دې عمران خان توضیح ورکړی
سعودی عربستان ته د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان له وروستی دوهم سفر د عربستان له پاچا ملک سلمان سره دهغه دلیدوکاتو سره په یووخت اسلام اباد سره د ریاض له خوا د درې میلیارډ ډالرو نغدو او د تیلو دصادراتو په بڼه کې د نهه میلیارډډالری پور سره موافقه شوې ده . چې دپاکستان په سیاسی او رسندوئی ټولنو کې دغه شکمن پور یو لړ پوښتنې راولاړې کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی، د پاکستان دمسلم لیګ ن څانګې ویندوئې میرمن مریّم اورنګزیب نن په یو لړ څرګندونو کې له پاکستان سره د دولس میلیارډ ډالرو مرستو سره دسعودی عربستان دموافقې په باب وئیلی دی ، امکان نشته چې عربستان اسلام اباد ته له کومې غوښتنې پرته پور ورکړی . او په همدې دلیل دې د پاکستان حکومت ، د آل سعود غوښتنه په شفاف ډول اعلان کړی .
دپاکستان دپیپلز ګوند یولوړپوړی مسئول او مشرانو جرګې پخوانی مشر رضاربانی هم له عربستانه د پور د اخستو لپاره د اسلام اباد دحکومت دفیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، دغه شان مهمې فیصلې باید دپارلیمان په مشورې سره وشی ، خو حکومت حتی ولسی استازی د مشورو لایق هم نه ګڼی .
رضا ربانی زیاته کړې ، دپاکستان ولس نه پوهیږی ، چې آل سعود کورنۍ دکومو غوښتنو په وړاندې تیار شوی ، اسلام اباد ته دولس میلیارډ ډالری پور ورکړی ، او دا دمنلو وړ خبره نه ده .