نواز شریف وویل، لندن ته یې سفر د علاج معالجې لپاره دے
د پاکستان وزیراعظم وویل، لندن ته یې روان سفر د طبی معائنې او علاج لپاره دے
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې نواز شریف چې تېره ورځ په ناڅاپه توګه لندن ته سفر وکړ په یوې مرکه کښې په دې اړه چې د پاناما د اسنادو له کړکېچ څخه خلاصون لپاره برطانیې ته تلےدے د ګمانونو په ردولو سره وویل، لندن ته سفر یې یوازې د علاج معالجې لپاره دے.
د پاکستان د حکومت زیاترو خالفو ګوندونو او رسنیو د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په خلاف د پاناما د حقوقی موسسې له مالی افشاګریو نه په وروسته حالاتو کښې لندن ته د نواز شریف سفر ته د شک په سترګه ګوری.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان پرون لندن ته د محمد نوازشریف د ناڅاپه سفر د دلیل په باره کښې وویل، وزیراعظم له تېرو څو کلونو راهسې د زړۀ له مشکل سره مخامخ دے.
ځینې رپوټونه د دې ښودنه کوی چې نواز شریف به لندن ته په خپل سفر کښې په برطانیه کښې د خپلو او خپلې کورنۍ د شتۀ منیو او پانګونو جاجونه هم وکړی.