ایران په پاکستان کښې یو بل روغتون جوړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7792-ایران_په_پاکستان_کښې_یو_بل_روغتون_جوړ_کړ
د ایران اسلامی جمهوریت د پاکستان په سېند صوبه کښې د دغه هېواد له سېلاب ځپلو خلقوسره د مرستې لپاره یو بل روغتون ډالې کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2016 09:48 Asia/Kabul
  • ایران په پاکستان کښې یو بل روغتون جوړ کړ

د ایران اسلامی جمهوریت د پاکستان په سېند صوبه کښې د دغه هېواد له سېلاب ځپلو خلقوسره د مرستې لپاره یو بل روغتون ډالې کړ.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې فارابی نومې د ښځو او زېږون دېرش بستره لرونکی روغتون چې د پاکستان خلقو ته په تېرو اوو میاشتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت لخوا د دویمې ډالې په توګه د اسلامی انقلاب د کور د فاونډېشن لخوا جوړ کړے شوے دے، پرون د پاکستان په سېند صوبه کښې د دغه هېواد او ایران د خلقو او مسئولانو په شتون سره پرانېستےشو.

په دغو مراسمو کښې په کراچې ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت قونصل جنرل مهمدی سبحانی وویل، د ایران د اسلامی جمهوریت او د ایران د خلقو لپاره د ویاړ خبره ده چې د دغه روغتون یا اسپتال په جوړولو

د سېند وزیراعلی قائم علی شاه هم د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د ایران د دغې ډالۍ په قدرونې سره تاکید وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت تل د پاکستان د ملت ملاتړ او مددګار ؤ او دے.

-----------