د برصغیر لپاره د القاعدې پخوانی مشر په کراچۍ کښې ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78291-د_برصغیر_لپاره_د_القاعدې_پخوانی_مشر_په_کراچۍ_کښې_ونیوی_شو
په برصغیر کښې د القاعدې پخوانی مشر په کراچۍ کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې نیول شوی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 20, 2018 15:48 Asia/Kabul
  • د برصغیر لپاره د القاعدې پخوانی مشر په کراچۍ کښې ونیوی شو

په برصغیر کښې د القاعدې پخوانی مشر په کراچۍ کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې نیول شوی دی.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د رد الفساد په نامه د پاکستان د پوځ د ترهګرۍ ضده عملیاتو په دوام کښې په کاتهیو مشهور په برصغیر کښې د القاعدې پخوانی مشر عمر جلال چانډیو د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کښې ونیوی شو.

عمر جلال چانډیو په ۲۰۱۵ کال کښې د کراچۍ په اسماعیلي شیعیانو باندې د حملې اصلي عامل دی چې پکښې ۴۷ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان د امنیتي ځواکونو تحقیقات ښودنه کوي چې عمر جلال چانډیو له ۲۰۰۱ کال څخه په هند ټاپووزمه کښې د القاعدې مشري په غاړه لرله.