په پاکستان کښې د یوې نوې وسلې مخ کتنه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78532-په_پاکستان_کښې_د_یوې_نوې_وسلې_مخ_کتنه_وشوه
پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د اوبتلونو خلاف استعمالیدونکې یوې نوې وسلې مخ کتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 29, 2018 15:59 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د یوې نوې وسلې مخ کتنه وشوه

پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د اوبتلونو خلاف استعمالیدونکې یوې نوې وسلې مخ کتنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې دغه وسله چې د حرکت په حال کښې دفاعي تجهیزاتو څخه د توغول کیدو وړ ده، د دښمن د اوبتلونو د ویشتو توان لري.

په کراچۍ ښار کښې د پاکستان د دفاعي آئیډیاوو د نندارتون د ترسره کیدو ترڅنګ د پاکستان د پوځ لوې درستیز جنرال زبیر محمود حیات د (ټانک ضده ماین سیسټم) په نوم د یوې بلې نوې وسلې مخ کتنه هم وکړه.

د ویلو ده چې د پاکستان د دفاعي آییډیاؤ لس نړیوال نندارتون له تیرې سه شنبې څخه د نړۍ د ۵۲ هیوادونو په ګډون، د کراچۍ په بندري ښار کښې پيل شوی دی.