په تیرو اتو میاشتو کې پاکستان ته دایران صادرات زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78851-په_تیرو_اتو_میاشتو_کې_پاکستان_ته_دایران_صادرات_زیات_شوی_دی
پاکستان کابو په دوه سوه میلیون نفوسو سره که څه هم پخپله دکرهڼیزو شیانو او مال پشمول دخوراکی موادو صادرونکی دی ، خو په بیلابیلوحوزو په تیره بیا د ودانیو دجوړونې د مسالو، ټایلونو، سرامیک او سیمټو پشمول دایران د محصولاتو دصادراتو د بازار په توګه مطرح کیدلی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 11, 2018 11:42 Asia/Kabul
  • په تیرو اتو میاشتو کې پاکستان ته دایران صادرات زیات شوی دی

پاکستان کابو په دوه سوه میلیون نفوسو سره که څه هم پخپله دکرهڼیزو شیانو او مال پشمول دخوراکی موادو صادرونکی دی ، خو په بیلابیلوحوزو په تیره بیا د ودانیو دجوړونې د مسالو، ټایلونو، سرامیک او سیمټو پشمول دایران د محصولاتو دصادراتو د بازار په توګه مطرح کیدلی شی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په پاکستان کې د ایران تجارتی سلایار محمود حاجی یوسفی پور نن په یو لړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،  په اتو میاشتو  کې   پاکستان ته  دایران صادرات   اته سوه شپیته  میلیون ډالرو ته رسیدلی  چې  په دې اساس  دایرانیو شایانو اوه م بازار حسابیږی . 

محمود حاجی یوسفی پور  پاکستان ته  د ایران دصادر شوو شیانو دترکیب په باب  هم وئیلی دی ،پاکستان ته په دغې مودې کې ډول ډول صنعتی غواړی ،ترکول ، خرما، پسته ، چاکلیټ ، کف پوش، سیمټ  او صنعتی مشینونه  او تجهیزات  صادر شوی دی .