ایران پاکستان له نشه ایزوموادوسره په مبارزې کې خپلې ملګرتیاوې پراخوی
جنرال عارف ملک زیاته کړې ، ایران پاکستان اوافغانستان په تیرو کلونو کې د نشه ایزوموادو دکشفونې او داطلاعاتی تعامل په موضوع کې ډیرې ملګرتیاوې کړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، د پاکستان له نشه ایزو موادوسره دمبارزې د ځواک عمومی قوماندان جنرال محمد عارف ملک نن په اسلام اباد کې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په زمینې کې دپاکستان،ایران او افغانستان د درې اړخیزې غونډې په څنډې کې ووئیل ، دغه غونډه له نشه ایزو موادو له ټرانزیټ او قاچاق سره په مبارزې کې د درو واړو هیوادونو ملګرتیا او ګډون په موخې سره ترسره شوی ده .
جنرال ملک زیاته کړې په دغې درې اړخیزې ناستې کې دنشه ایزو موادو دمبارزې په لارې کې دګډو اقداماتو په وړاندې درستې مسلې سپړل شوی او د درو واړو هیوادونو ترمینځ د اطلاعاتو مبادله دد غې سپیرې بلا سره دمبارزې په لاره کې دلازیاتوملګرتیاؤ دپرمختګ لپاره یو مهم اصل دی .
جنرال عارف ملک زیاته کړې ، ایران پاکستان اوافغانستان په تیرو کلونو کې د نشه ایزوموادو دکشفونې او داطلاعاتی تعامل په موضوع کې ډیرې ملګرتیاوې کړی دی .
د نشه ایزوموادو له قاچاق سره دمقابلې لپاره دایران پاکستان او افغانستان دیارلسمه درې اړخیزه ناسته نن په اسلام اباد کې شوې . په دغې غونډې کې دایران داسلامی جمهوریت له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دپولیس مشر سردار مسعود زاهدیان په سرپرستۍ یو پلاوی شتون لری .