ایران پاکستان له نشه ایزوموادوسره په مبارزې کې خپلې ملګرتیاوې پراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78855-ایران_پاکستان_له_نشه_ایزوموادوسره_په_مبارزې_کې_خپلې_ملګرتیاوې_پراخوی
جنرال عارف ملک زیاته کړې ، ایران پاکستان اوافغانستان په تیرو کلونو کې د نشه ایزوموادو دکشفونې او داطلاعاتی تعامل په موضوع کې ډیرې ملګرتیاوې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2018 12:36 Asia/Kabul
  • ایران پاکستان له نشه ایزوموادوسره په مبارزې کې خپلې ملګرتیاوې پراخوی

جنرال عارف ملک زیاته کړې ، ایران پاکستان اوافغانستان په تیرو کلونو کې د نشه ایزوموادو دکشفونې او داطلاعاتی تعامل په موضوع کې ډیرې ملګرتیاوې کړی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، د پاکستان له نشه  ایزو موادوسره دمبارزې د ځواک عمومی قوماندان جنرال محمد عارف ملک نن  په اسلام اباد کې  له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په زمینې کې  دپاکستان،ایران او افغانستان  د درې اړخیزې غونډې په څنډې کې  ووئیل ،  دغه غونډه   له نشه ایزو موادو  له ټرانزیټ او قاچاق  سره په مبارزې کې  د درو واړو هیوادونو ملګرتیا او ګډون په موخې سره ترسره شوی ده .

   جنرال ملک زیاته کړې  په دغې  درې اړخیزې ناستې کې  دنشه ایزو  موادو دمبارزې په لارې کې  دګډو اقداماتو په وړاندې  درستې مسلې سپړل شوی  او  د درو واړو  هیوادونو ترمینځ  د اطلاعاتو  مبادله  دد غې سپیرې بلا سره  دمبارزې په لاره کې  دلازیاتوملګرتیاؤ  دپرمختګ لپاره  یو مهم اصل دی .

 جنرال عارف ملک  زیاته کړې ،   ایران پاکستان اوافغانستان په تیرو کلونو کې  د نشه ایزوموادو   دکشفونې  او  داطلاعاتی  تعامل  په موضوع کې  ډیرې ملګرتیاوې  کړی دی . 

  د نشه ایزوموادو له قاچاق سره دمقابلې لپاره دایران پاکستان  او افغانستان   دیارلسمه درې اړخیزه ناسته  نن په اسلام اباد کې شوې .  په دغې غونډې کې  دایران داسلامی جمهوریت  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دپولیس مشر  سردار  مسعود زاهدیان په سرپرستۍ   یو پلاوی  شتون لری .