په جمو اوکشمیر کې دهندی پوځیانو دجنایتونو په خلاف بشپړ کاربندیز وشو
دشنبې ورځې هندی عسکرو په پلوامه سیمې کې پرکمشمیریانو ړندې ډزې کړی ، چې له اله ئې کابو لس کسان وژل شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو .
دسحر اردو خبری چینل راپورورکړی د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر خلکو پرون د هندی عسکرو په جنایتونو په اعتراض کې درست اداری ،تجارتی ، تعلیمی مرکزونه او د دغې سیمې بازارونه وتړل او کاربندیز ئې وکړ .
په وروستیو څو ورځو کې دکشمیر په بیلابیلو سیمو کې کاربندیز پراخ شوی او هندی واکوالان ئې لالهانده کړی دی .
راپور ښئ دشنبې ورځې هندی عسکرو په پلوامه سیمې کې پرکمشمیریانو ړندې ډزې کړی ، چې له اله ئې کابو لس کسان وژل شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو .
هندوستان کلونه کلونه کیږی ، دکشمیر په ځینو سیمو کې ئې په لسګونو زره پوځیان دیره کړی دی او په تیرو درو لسیزو کې ئې پخپلو جنایتونو کې په لسګونو زره بې ګناه کشمیریان په وینو کې لیت پیت کړی دی . دکشمیر ولس د خپل اوخپلې سیمې دبرخلیک د ټاکلو لپاره دټول پوښتنې دترسره کولو په باب د ملګروملتو دامنیت شورا دپریکړه لیک داجرا غوښتنه کوی او په دې لاره کې ئې ډیر ې قربانیانې هم ورکړی دی .