د رستاق ولسوالۍ څلور چارواکی څارنوالۍ ته معرفی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7909-د_رستاق_ولسوالۍ_څلور_چارواکی_څارنوالۍ_ته_معرفی_شول
د افغانستان د تخار د ولایتی شورا د یوه غړی له وژل کېدو وروسته د رستاق ولسوالۍ څلور چارواکی له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفی شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2016 11:32 Asia/Kabul
  • د رستاق ولسوالۍ څلور چارواکی څارنوالۍ ته معرفی شول

د افغانستان د تخار د ولایتی شورا د یوه غړی له وژل کېدو وروسته د رستاق ولسوالۍ څلور چارواکی له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفی شول.

پژواک خبری آژانس د تخار د ولایت له مطبوعاتی دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله لیکلی چې دغه اقدام په رستاق کې د تخار د ولایتی شورا د غړی عین الدین رستاقی او ملګرو له وژنې وروسته شوى او په ترڅ کې یې ولسوال ، امنیه قوماندان ، د امنیت مسوول او ښاروال له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفی شوی دی.

داسې ویل کیږی چې عین الدین رستاقی او درې ملګری یې درې ورځې مخکې د ولسی جرګې د پخوانی غړی پیرام قل ضیایی سره په شوې نښته کې ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوی چې د یادې موضوع لپاره یوه پلاوى ټاکل شوى ترڅو دغه موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړی .

د سرچینې په وینا، د دې پلاوی ترڅنګ دغه راز زیات شمېر سرتېری هم رستاق ولسوالۍ ته لېږل شوی دی.

د یادونې ده چې د رستاق یوشمېر اوسېدونکو تېره ورځ د عین الدین رستاقی جسد د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخې ته راوړى و او هغوى ادعا درلوده چې د دې قتل اصلی عامل پیرام قل دى . پیرام قل په جنبش پورې اړوند کس دى. خو پیرام قل تېره ورځ د ولایتی شورا ددغه وکیل په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې هغه د سیمې د وسله والو د یوې ډلې له خوا وژل شوى دى.