عبدالله عبدالله او ممنون حسین د افغانستان د سولې په بهیر وغږیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i7912-عبدالله_عبدالله_او_ممنون_حسین_د_افغانستان_د_سولې_په_بهیر_وغږیدل
د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر او د پاکستان ولسمشر د سولې د خبرواترو د بهیر او له ترهګرۍ سره د موثرې مبارزې په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2016 11:53 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله او ممنون حسین د افغانستان د سولې په بهیر وغږیدل

د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر او د پاکستان ولسمشر د سولې د خبرواترو د بهیر او له ترهګرۍ سره د موثرې مبارزې په هکله خبرې اترې وکړې.

د فارس خبری آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدا... عبدا... او د پاکستان ولسمشر ممنون حسین همداشان په استنبول کښې د اسلامی ملګرتیا سازمان د مشرانو د غونډې ترڅنګ د کابل او اسلام آبد ترمینځ د سیاسی، اقتصادی او کلتوری اړیکو، سیمه ایزو ملګرتیاو او له اقتصادی فرصتونو د ګډې استفادې په هکله خبرې اترې وکړې.

د اسلامی ملګرتیا سازمان (او، آیی، سی) غونډه پرون د څه باندې دیرشو اسلامی هیوادونو د مشرانو په شتون سره د ترکیې په استنبول کښې پیل شوې ده.