پاکستان د امریکا د پوځیانو د ایستلو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79126-پاکستان_د_امریکا_د_پوځیانو_د_ایستلو_هرکلی_وکړ
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دباندنیوچارو وزیر شاه محمود قریشی پرون په ملتان ښار کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې له افغانستان څخه دعسکرو د ایستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې هرکلی وکړ او په سیمه کښې د سولې لپاره د اسلام اباد اراده یې بیا تکرار کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2018 02:09 Asia/Kabul
  • اسلام اباد به دافغانستان دسولې د پروسې لپاره هرډول هڅه وکړي .
    اسلام اباد به دافغانستان دسولې د پروسې لپاره هرډول هڅه وکړي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دباندنیوچارو وزیر شاه محمود قریشی پرون په ملتان ښار کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې له افغانستان څخه دعسکرو د ایستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې هرکلی وکړ او په سیمه کښې د سولې لپاره د اسلام اباد اراده یې بیا تکرار کړه .

هغه له افغانستانه د امریکا دعسکرو ایستل د سیمې د امنیت او ثبات د تامینیدا په ګټه وبلل .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل له افغانستان څخه د امریکا دعسکرو د ایستلو فیصله به په متحده عربی اماراتو کښې دامریکا او د افغانستان دطالبانو ترمینځ د سولې له ترسره کیدونکو خبرو اترو سره نوره مرسته هم وکړی .

هغه وویل پاکستان دافغانستان د طالبانو ځینې بندیان خوشی کړی دی چې د سولې دخبرو اترو لپاره ښه چاپیریال رامینځته کړی .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی زیاته کړه اسلام اباد به دافغانستان دسولې د پروسې لپاره هرډول هڅه وکړی .

امریکا په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو سره د مبارزې په پلمه په افغانستان حمله کړی وه چې له  ناامنۍ ، بې ثباتۍ ، دملکی خلکو له وژل کیدا او دنشه ایزو موادو او دترهګرۍ له زیاتیدا پرته یې بل هیڅه نتیجه نه ده لرلی .

د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند له دغه هیواده د امریکا د یوشمیر عسکرو ایستل په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځی ستراتیژۍ ماتی ګڼی .