د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر نن اسلامی ایران ته راځی
-
شاه محمود قریشي د بهرني سیاست او له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو د پراخولو لپاره افغانستان ، ایران ، چین او روسیې ته سفرونه کوي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د کتنې او د بیلابیلو موضوګانو په اړه دغور لپاره نن تهران ته راځی .
د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی وویل د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی به د ایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره په کتنې کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې او دنړۍ د ترټولو مهمو مسائیلو په اړه خبرې او سلامشورې وکړی .
دپاکستان راډیو هم مخکې ویلی وو چې خارجه وزیر شاه محمود قریشی د بهرنی سیاست او له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو د پراخولو لپاره افغانستان ، ایران ، چین او روسیې ته سفرونه کوی .
قریشی به دغو څلورو(۴) هیوادونوته په سفرونو کښې د سیمه ییزو او دنړیوالو بدلونونو او په افغانستان کښې سولې او پخلاینې ته په اړونده موضوګانو مشورې وکړی .