په خبرواترو ټینګار د پاکستان د کمزورۍ په معنا نه دی
-
سوله او امنیت د نړۍ د ټولو هیوادونو په ګټه ده او د اسلام اباد ګاونډي هیوادونه باید دغه حقیقت درک کړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل د عمران خان حکومت هڅه کوی له هندوستان سره خبرې وکړی خو دغه چاره د اسلام اباد د کمزورۍ نښه نه ده .
هغه وویل پاکستان باوری دی چې خبرې اترې د هند او دپاکستان ترمینځ د موجودو مسائیلو دحل یوازنۍ لاره ده او نوی ډیلی باید دغه سوله غوښتنه د اسلام اباد د ناتوانۍ او بې وسۍ نښه ونه ګڼی .
د پاکستان دپوځ مشر جنرال جاوید قمر جاوید باجوا وویل سوله او امنیت د نړۍ د ټولو هیوادونو په ګټه ده او د اسلام اباد ګاونډی هیوادونه باید دغه حقیقت درک کړی او د سولې او دامنیت دټینګولو لپاره خپله هڅه زیاته کړی .
څه موده مخکې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان هم خبرې اترې له پاکستان سره د هند په اړیکو کښې د سولې د رامینځته کولو د یوازنۍ لارې په توګه بللی وې او یوځل بیا یې نوی ډیلی ددوه اړخیزه اختلافاتو دحل لپاره خبرو اترو ته وربللی وو .