پاکستان له اسلامی ایران سره دتجارتی اړیکوپه پراختیاپسی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79197-پاکستان_له_اسلامی_ایران_سره_دتجارتی_اړیکوپه_پراختیاپسی_دی
د ایران او پاکستان د تجارتی مبادلاتو ارزښت دروان کال له اپریل میاشت راهسې تر نومبر وروستیو پورې څه دپاسه یو میلیارډډالر اټکل کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2018 01:29 Asia/Kabul
  • پاکستان له اسلامی ایران سره دتجارتی اړیکوپه پراختیاپسی دی

د ایران او پاکستان د تجارتی مبادلاتو ارزښت دروان کال له اپریل میاشت راهسې تر نومبر وروستیو پورې څه دپاسه یو میلیارډډالر اټکل کیږی .

ایرناخبری اژانس راپورورکړ و  دپآکستان دخزانې وزیر اسد عمر  پرون  ناوخته   دبلوچستان صوبې  په کویټه کې د  تجارتی او کرهڼیزو چارو  د  کوټو   دغړو په ټول کې   وئیلی دی ،  د دغه هیواد حکومت  له درستو ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له اسلامی ایران سره  دتجارتی اړیکو په پراختیا پسې دی  او  په دې باب کلک هوډ لری .

 هغه په د ې په ټینګار سره چې  هیواد ئې  دایران له اسلامی جمهوریت  سره  په بیلابیلو برخو کط  دملګرتیا لپآره ډیر اهمیّت ته قایل دی ،  له  تهران سره ئې د تجارتی اړیکو د لاښه کولو لپاره د موجودو بانکی مشکلاتو   ختمولو غوښتنه کړې ده .

د ایران او پاکستان د تجارتی  مبادلاتو  ارزښت  دروان کال له اپریل میاشت راهسې تر نومبر وروستیو پورې   څه دپاسه  یو میلیارډډالر   اټکل کیږی .